افغانستان - د خلکو د تګ راتګ په اړه مختصر راپور (۱۰-۲۰ جنوری ۲۰۲۴) [PASHTO]

Share

Download

Share

Contact
DTMAfghanistan@iom.int
Language
Pashto
Location
Afghanistan
Period Covered
Jan 10 2024
Jan 20 2024
Activity
  • Flow Monitoring Survey
  • Flow Monitoring

د وروستیو خوځښتونو په ځواب کې، آی او ام افغانستان د ۲۰۲۴ په پیل کې د ډی ټی ام پروګرام د خلکو د تګ راتګ د جریان څارنې فعالیت بیا پیل کړل ترڅو د افغانستان په سرحدونو کې د خوځښت او تګ راتګ په اړه ښه پوه شی. د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ په ۱۰ نیټی، ډی ټی ایم د ایران اسلامی جمهوریت او پاکستان سره په څلورو سرحدی پولو کې ساحوی ټیمونه ځای پر ځای کړل (لاندی نقشه وګورئ)، ترڅو دوه یو له بل سره تړلی یا اړوند فعالیتونه ترسره کړي. لومړی د ټولو هغو کسانو شمیرل دی چې افغانستان ته راځی او یا د افغانستان څخه بهر وځي، چې د جریان د څارنې د شمیر په نوم هم بلل کیږی، ترڅو افغانستان ته د راتګ او تګ شمیر معلوم کړي. دوهم د نمونی په ډول د ځینو کساو یا ډلو سروې ده چې افغانستان ته د راتللو یا وتلو په حال کې ترسره کیږی، چې د جریان د څارنې سروې په نوم هم یادیږي، ترڅو د تلونکو او راتلونکو خلکو د ځانګړتیاوو، هڅو او زیانمنتیا په اړه پوه شي. دا مختصر راپور مهم معلومات وړاندې کوي چې د آی او ام د معلوماتو د مختلفو سرچینو د یوځای کولو څخه لاسته راځی، لکه د آی او ام افغانستان د رارسید څخه وروسته د بشری مرستو برنامه (سی بی پا ها) او همدارنګه د پاکستان او افغانستان ډی ټی ام څخه د جنوری له ۱۰ څخه تر ۲۰ مودې لپاره. د معلوماتو راټولولو د میتودولوژي په اړه د نورو معلوماتو لپاره، د دې راپور وروستۍ پاڼه وګورئ. 

د لا معلوماتو لپاره لاندی لینک ته مراجعه وکړي